په ۳ اوونیو کې د فلسطینیانو مرګ ژوبله ۲ زرو تنو ته نږدې شوې ده

اسراییلو په دریو اوونیو کې ۵۴ تنه فلسطینیان په شهادت رسولي او څه باندې ۱۹۰۰ تنه نور يي ټپیان کړي دي.

357591
په ۳ اوونیو کې د فلسطینیانو مرګ ژوبله ۲ زرو تنو ته نږدې شوې ده

اسراییلي ځواکونو د بې ګناه فلسطینیانو وژلو ته زور ورته کړی دی .
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اکتوبر د میاشتې د پیل راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلي ځواکونو ترمنځه په روانو پیښو کې د ۱۲ تنو ماشومانو په ګډون ۵۴ تنه د اسراییلي سرتیرو لخوا په شهادت رسول شوي دي او د ۳۹۱ تنو ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۹۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې دا کسان د اسراییلي سرتیرو په مخامخ ډزو کې د ډول ډول بهانو سره وژل شوي دي. همداشان ۱۹۰۰ تنه بیا د پلاستیکي مرمیو، ډزو، وهلو ټکولو په پایله کې ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا د وزارت ویاند بیا ویلي دي چې اسراییلي سرتیرو د تیرې ورځې په مظاهرو کې ۳ تنه فلسطیني ځوانان په مخامخ ډزو ټپیان کړي دي .
ویاند ویلي دي چې اسراییلي سرتیرو فلسطیني ځوانان په خپو په ډزو ویشتي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه