په سوریه کې د ایران یو تن بل جګپوړی قومندان ووژل شو
ایران اعلان وکړ چې په سوریه کې یو تن بل جګپوړی قومندان هم ووژل شو
ایران په سوریه کې د خپل یو تن بل جګپوړي قومندان د وژل کیدو نه خبر ورکړ. د ایران د ایسنا خبري اژانس نن دوشنبه د اکتوبر ۱۹ د اهل بیت خبري اژانس له قوله لیکلي دي چې د ایران د انقلاب ساتونکو د ځواکونو یو تن بل جګپوړی قومندان هم په سوریه کې ووژل شو.
په خبر کې راغلي دي مسلم خیزاب د ایران د انقلاب ساتونکو د ځواکونو جګپوړی قومندان وو چې د کلونو کلونو راهیسي د د انقلاب ساتونکو ځواکونو د امام حسین د ۱۴ م لښکر مشري په غاړه درلوده د مخالفینو لخوا وژل شوی دی . ویل کیږی نوموړی په سوریه کې د داعش سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.
دا د تیرو دوو اونیو راهیسي په سوریه کې د ایران د انقلاب ساتونکو د ځواکونو څوم جګپوړی مشر دی چې وژل کیږي.
یوه لنډه موده د مخه د داعش ډلې د سوریې د حلب په ښار کې د ایران د انقلاب ساتونکو د ځواکونو یو تن جګپوړی مشر حسین همداني وژلی وو.