د داعش ۱۱ قوماندانان ووژل شول.

د عراق د الانبار په ښار كې د داعش پر مورچلو باندې د بريدونو په پايله كې ددې ډلې د ۱۱ قوماندانانو په ګډون ۶۵ تنه اورپكي ووژل شول.

393926
د داعش ۱۱ قوماندانان ووژل شول.

د عراق د دفاع د وزارت د خبري سرچينې د معلوماتو په اساس عراقي ځواكونو د داعش درې جنګي ډلې چې د سوريې د خاورې نه انبار ته را ننوتې وې، د بهرنيو ځواكونو په هوايي عملياتو كې له منځه يووړول شوې.
سربېره پر دې د رمادي په ښار كې د داعش د يو تن امريكايي قوماندان په ګډون ۴ تنه نور هم وژل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه