سوري مخالفینو د روسیې د الوتکه راوغورځوله
د سورېې په پلامینه دمشق کې مخالفینو د روسیې اړوند یوه جنګي الوتکه راوغورځوله
350077
په سوریه کې د بشار اسد د رژیم مخالفینو د پلازمینې دمشق د ګوتا په سیمه کې د روسیې اړوند یوه جنګي الوتکه د ویشتو او راغورځولو ادعا کړې ده .
د سوریې مخالفینو لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې دوی نن د پلازمینې دمشق د ګوتا په سیمه کې د روسیې اړوند جنګي الوتکه چې د هوايي بریدونو په موخه يي په سیمه الوتنه کوله د الوتکې ضد وسلې سره د ویشتلو نه وروسته راوغورځوله. همداشان مخالفینو د الوتکې د ویشتو او د راغورځیدو شیبې ثبت کړي او ویدیويي فلم يي هم ورته خپور کړی دی .