په سوریه کې د اسد رژیم ته ستر ګوزار ورکړ شو

په سوریه کې د مخالفو ډلو نه د القاعدې څانګې د النصرا جبهې د بشار اسد د رژیم تر کنټرول لاندې هوايي ډګر ونیو

377787
په سوریه کې د اسد رژیم  ته  ستر ګوزار ورکړ شو

په سوریه کې د اسد رژیم  د هرې ورځې په تیریدو سره  خپل حاکمیت  او طاقت  د لاسه ورکوي. په سوریه کې د مخالفینو نه  د النصرا  جبهې  د ادلیب  په ښار کې  د اسد د رژیم  اړوند  تر ټولو  لوی  عسکري‌ هوايي ډګر  ونیو. 

د النصرا جبهې  د ادلیب په ختیځ کې  د ابو ظهور د عسکري‌ هوايي‌ ډګر  د نیولو نه  د اسد  رژیم ته  یو ډیر  ستر  ګوزار  ورکړ.

د ویلو ده  چې  د النصرا  جبهې  د یاد شوي‌ هوايي  ډګر  د نیولو نه  د اسد د رژیم  اړوند  ۱۰ میګ ۲۳ ډوله جنګي‌ الوتکې، ۱۵ جنګي‌ چورلکې، ګڼ شمیر ټانکونه او زریهداره عسکري‌ ګاډي، وسلې  او مهمات  نیولي‌ دي.

النصرا  ته  نږدې  سرچینو ویلي‌ دي‌ چې  پدې جګړه کې  د اسد پلوي‌ په سلګونو تنه  سرتیري‌ وژل شوي‌ او نږدې  سل تنه  ژوندي‌ نیول شوي‌ دي. 

د اسد رژیم  ته  نږدې  سرچینو بیا  ویلي‌ دي‌ چې  د اسد ځواکونو  د تیرو دوو ورخو راهیسي‌ په یاد شوي‌ هوايي ډګر  د سکاټ  توغندیو بریدونه پيل کړي‌ دي.

په سیمه کې  د ځايي  فعالینو نه  فراس  فهمان  بیا خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د اسد  پلوي‌ ځواکونه  د هډې  نه  د په شا کیدو  پر مهال يي  ګڼ  شمیر  جنګي‌ الوتکی  او چورلکې  له منځه وړي‌ دي‌ او رادار او برښنايي سیستمونه يي‌ ویجاړ کړي‌ او ځیني‌ د ځان سره  وړي‌ دي. 

نوموړي‌ ویلي‌ دي‌ مخالفینو  د الوتکو او چورلکو سربیره  ډیرې  زیاتې  وسلې  او مهمات  ترلاسه کړي‌ دي.

د بله پلوه  تیره ورځ  د داعش ډلې هم  د دیرزور په ښار کې  د اسد د ځواکونو تر کنټرول لاندې  د ځینو مهمو سیمو د نیولو ادعا وکړه. د اسد ځواکونه  پداسې  حال کې  پرله پسې ماتې خوري‌ چی  ادعا شوې  ده  روسیې  د اسد د مرستې  په خاطر  یو شمیر سرتیري‌ نوموړي‌ هیواد ته  استولي‌ دي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه