د یمن حوثي یاغیانو د سعودي په سرحدي ځواکونو خونړی برید وکړ
د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په سرحدي ځواکونو د بمي برید په پایله کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې حوثي یاغیانو د سعودي په سرحدي ځواکونو د بمي برید نه وروسته د سپکو وسلو ډزې هم وکړې. نوموړي وویل چې پدې پیښه کې د زموږ ۱۲ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې . نوموړي ویلي دي چې پيښه د هیواد په سویل کې د المسیال په مرکز د ظهران په سیمه کې رامنځته شوې ده . د برید نه وروسته د سعودي سرحدي ځواکونو په متقابلو ډزو پيل وکړ .
الترکي وویل چې د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتون ته وړل شوي دي.
الترکي د حوثي ځواکونو برید نه په ښکاره توګه د سعودي په خاوره د تیري په توګه یادونه وکړه .
نوموړي ویلي دي چې د سعودي ځواکونو په متقابل برید کې برید کوونکي هم له خپو غورځولي دي.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.