په بازار کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل

د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو بازار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنې تر شلو زیات ووژل

346763
په بازار کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل

د عراقي‌ چارواکیو په وینا  د نوموړي‌ هیواد په پلازمینه بغداد کې  د شیعه میشتو په سیمه کې په یو بازار کې  د خلکو په ګڼه ګوڼه کې  چاودنه وشوه چې  په لسګونو تنو ته يي مرګ ژوبله واړوله. 

د بغداد  امنیتي‌ سرچینو  او د روغتیا  وزارت  ویلي‌ دي‌ چې  پیښه  د شورطا  په سیمه کې  رامنخته شوې ده . چاودنه  د یو موټر  په مټ  شوې  ده . په چاودنه کې تر شلو  زیاتو کسانو ژوند د لاسه ورکړی  او ۴۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. 

د برید مسولیت  چا په غاړه ندی اخیستی . د یادولو  وړ ده  چې  په عراق کې  د اختر په ورځ هم  د خان بني سعد په ښار کې  د اختر مبارکیو په ترڅ کې  یوه ډیره  درنده  چاودنه شوې وه چې تر سلو  ډیرو  کسانو پکې  ژوند د لاسه ورکړی وو.

د نوموړي‌ برید مسولیت داعش  ډلې په غاړه اخیستی وو. 

په عراق کې  پدې  وروستیو کې امنیتي‌ حالات  ښه  پسې خراب  شوي‌ دي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه