د مصر د نیل په نهر کې دوه کښتۍ وجنګیدې

د مصر د نیل په نهر کې د دوو کښتیو د جنګیدو له امله لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

384010
د مصر د نیل په نهر کې دوه کښتۍ وجنګیدې

ویل کیږي د نیل په نهر کې یوه باربري کښتۍ د یوې مساپر وړونکې کښتۍ سره جنګیدلې ده .
د فرانس پرس خبري اژانس ویلي دي چې د مصر پولیسو د بابرۍ د کښتۍ کپتان او مرستیال کپتان نیولي دي. همداشان په مساپر وړونکې کښتۍ چې ۲۵ تنو شتون درلود ۶ تنه ژغورل شوي ،۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه لا درکه دي.
د نوموړو ۴ تنو د موندولو په خاطر د پلټنې چارې دوام لري.
د مصر امنیتي او د روغتیايي سرچینو ویلي دي چې په مساپروړونکې کښتۍ کې یو شمیر ماشومانو هم شتون درلود چې دوه تنه يي وژل شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه