په مصر کې اختر د وینو په جهیل بدل شو

په مصر کې کودتاچي رژیم د یو زیات شمیر کورنیو اختر په ماتم بدل کړ.

381831
په مصر کې اختر د وینو په جهیل بدل شو


د مصر د ګیزا په ښار کې یو شمیر کسانو د اختر د لمانځه نه وروسته د موجود کودتاچي رژیم پر خلاف لاریون وکړ چې د پوځ د سختې خونړۍ مداخلې سره مخامخ شول.
د مصر امنیتي ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې وکړې چې په پایله کې ۶ تنه مړه او یو زیات شمیر نور ټپیان شول.
د مصر امنیتي چارواکیو بیا ویلي دي چې لومړی پر دوی ډزې وشوې او دوی ځوابي ډزې کړي دي.
په مصر کې اختر د وینو په جهیل بدل شو. د عیني شاهدانو په وینا د ګیزا ښار په سویل کې د ناحیه، الاحرام او العمرانیه په سیمو کې یو شمیر کسانو د اختر د لمانځه نه وروسته د کودتاچي رژیم پر خلاف په لاریون پيل وکړ. د لاریون د پيلیدو سره سم امنیتي ځواکونو په لاریون کوونکو سخته مداخله وکړه. امنیتي ځواکونو لنډه موده وروسته وسلو ته لاس او په دریون کوونکو مخامخ ډزې پيل کړې. پدې ډزو کې ۶ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.
په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه هم شتون لري.
د بله پلوه د سیمې یو تن امنیتي چارواکي ویلي دي چې د اختر لمانځه نه وروسته د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه متقابل اخوډب او ډزې شوي دي چې یو شمیر کسانو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی . نوموړي ویلي دي چې ۱۲ تنه لاریون کوونکي نیول شوي دي.
دې چارواکی د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې پرون د اختر د لمانځه نه وروسته نږدې د اخوان المسلمین نږدې ۵۰۰ تنو لاریون وکړ.
د بله پلوه الجزیرې بیا ویلي دي چې د مصر امنیتي ځواکونو په ګیزا او الداخلیه په سیمو کې ۴۰ تنه لاریون کوونکو د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د اخوان المسلمین ویاند محمد منتصر بیا ویلي دي چې دا کسان پرته د کومې لامل نه نیول شوي دي . نوموړي ویلي دي چې کودتاتي رژیم د محمد مرسي او اخوان المسلمین د پلویانو د نیولو سره غواړي چې د مصر د خلکو انقلاب او غورځنګ د اغیزو لاندې راولي چې پدې به هیڅکله هم بریالي نشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه