د مسلمانانو په هديره كې كورونه جوړوي.

د اسراييلو حكومت چې پر فلسطين باندې اوس هم يرغل ته دوام وركوي د مسلمانانو په يوې تاريخي هديرې باندې د يهودانو لپاره د كورونو د جوړولو پلان لري.

380409
د مسلمانانو په هديره كې كورونه جوړوي.


د اسراييلو حكومت چې پر فلسطين باندې اوس هم يرغل ته دوام وركوي د مسلمانانو په يوې تاريخي هديرې باندې د يهودانو لپاره د كورونو د جوړولو پلان لري.
د اسراييلو لخوا د اشغال شوي بيت المقدس د ښار ښاروالۍ په هديره كې د استوګنځايونو، يو هوټل او سوداګريز مركز د جوړولو پلان تاييد كړ.
ددې پلان له مخې به په هديره كې ۱۹۲ استوګنځايونه، د ۴۸۰ خونو لرونكى يو هوټل او يو سوداګريز مركز جوړ شي.
اسراييلو لخوا هم د مامن الله په نامه هديرې باندې د ټولو نيوكو او لاريونونو سره سره يو موزيم جوړ كړى وو.
په سيمه كې د الاقصى د وقف او كلتوري ميراثونو د ساتنې ادارې څرګند كړه د يرغلګرو لخوا د مسلمانانو د هديرې ورانول د هېچا لپاره د منلو وړ نه دي. دوى غواړي چې په دې ډول په سيمه كې د مسلمانانو تاريخ له منځه يوسي.
دا په داسې حال كې ده چې د غزې په اړه د اسراييلو سياستونه او روان ظلمونه د امريكا په پلازمېنه نيويارك كې د يو لاريون په ترڅ كې وغندل شول. دا لاريون چې په امريكا كې د مېشتو يو شمېره يهودانو لخوا جوړ شوى وو پكې د آزاد فلسطين غوښتنه وشوه او پر اسراييلو غږ وشو چې په فلسطين كې دې خپل يرغل ته د پاى ټكى كيږدي.
د لاريون پرمهال تېر كال په غزه كې د اسراييلو لخوا وژل شوو كسانو لپاره د درناوي مراسم هم جوړ شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه