په قاهره کې د ایټالیا د سفارت تر څنګ زوروره چاودنه وشوه
د مصر په پلازمینه قاهره کې د ایټالیا د سفارت ترڅنګ زوروې چاودنې یو تن مړ او ګن شمیر نور ټپیان کړل
378625
د مصر د رسمي خبري اژانس مینا د خبر له مخې نن سهار په پلازمینه قاهره کې د ایټالیا د سفارت تر څنګ ډیره زوروره چاودنه وشوه.
د مصر د روغتیا وزارت بیا پدې چاودنه کې د یو تن د وژل کیدو او ۴ تنو نورو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.
چاودنه د موټر په مټ شوې ده. د بله پلوه د مصر پولیسو په سیمه کې ۴ تنه خبریالان چې د چاودنې د سیمې د عسکونو اخیستو هڅه يي کوله نیولي دي. د نیول شوو خبریالانو نه یو تن دیوید دیګنر د خپل ټویټر له لارې ویلي دي چې دی او ۳ تنه نور خبریالان د پولیسو لخوا نیول شوي دي .
د مصر امنیتي ځواکونو بیا د خبریالانو د نیولو سبب ندی ښودلی دی.