په محمد مرسي د کودتا دویمه کلیزه

نن د جولای دریمه په مصر کې په محمد مرسي د عسکري کودتا د دویمې کلیزې سره سمون خوري

330792
په محمد مرسي د کودتا دویمه کلیزه

د جولای دریمه چې په مصر کې په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د عسکري خونړۍ کودتا د دویمې کلیزې سره سمون خوري.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې عبدالفتاح السیسي د ۲۰۱۳ کال د جولای په دریمه نیټه په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي عسکري کودتا وکړه او د محمد مرسي په ګډون د هغه د حکومت ډیری مشران يي زندانونو ته واچول.
همداشان کودتاچي نظام د اګست په میاشت کې د رابعه العدویه په میدان کې د دیموکراسۍ او ازادۍ په پلویانو په زرګونو تنو مظاهره کوونکو ډزې وکړې او په زرګونو تنه يي په قتل ورسول.
سره ددې چې د مصر د کودتا نه دوه کاله تیریږي خو اوس يي هم نښې او نښانې ژوندې دي. مصر نن ورځ هم د کودتاچي نظام اسیر دی.
یادولو وړ ده چې عرب پسرلی چې په تونس کې پیل شو په ډیره لنډه موده کې لمن مصر ته وغځیده او د حسني مبارک ۳۰ کلن رژیم يي ړنګ کړ. په مصر کې د خلکو د پاڅون او ازادۍ د انقلاب سره د حسني مبارک رژیم نسکور شو خو د رژیم پاتې شونو د هیواد په هره برخه کې په واک کې پاتې وې.
د حسنې مبارک د رژیم د ړنګیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په مصر کې ازاده ټاکنې وشوې او محمد مرسي د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د نوموړي هیواد د لومړني منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د محمد مرسي د ټاکل کیدو نه لا یو کال نه وو تیر شوی چې د حسني مبارک د رژیم پاتو شوو او د وخت ستر درستیز عبدالفتاح السیسي عسکري کودتا وکړه .
د مصر کودتاچي رژیم محمد مرسي او د اخوان المسلمین په سلګونو تنه مشران زنداني او د اعدام په سزا محکوم کړل.
د مصر کودتاچي رژیم د ننه پوره دوه کاله وړاندې په هیواد کې دیموکراسي او ازادي په قتل ورسوله او د پخوا په څیر د اوسپنیز سوک په زور واکمنۍ يي رامنځته کړه .
نن یو ځل بیا د هیواد په دننه او بهر کې په زرګونو تنو د کودتاچي رژیم پر خلاف مظاهره وکړه . د یادولو وړ ده چې په مصر کې په محمد مرسي په کودتا  ټولنې نړۍ  سترګې پټې او غوږونه  کاڼه کړل. 

ترکیه یواځنی هیواد  دی  چې  د مصر د کودتاچي رژیم  پر خلاف  يي غږ اوچت کړ  او د نوموړي هیواد سره  يي خپلې اړیکې د شلولو نطقې ته راوستې. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه