اسراييل ولې د اردوغان د ګوند په ماتې خوشاليږي؟

د اسراييلو پخواني ولسمشر شيمون پېرېز پدې اړه وويل چې `` اردوغان له تركيې نه ايران جوړولو. په سيمه كې بل ايران ته اړتيا نشته دى.``

301379
اسراييل ولې د اردوغان د ګوند په ماتې خوشاليږي؟

د يكشنبې په ورځ په تركيه كې د پارلماني ټاكنو پرمهال د ولسمشر رجب طيب اردوغان لخوا د جوړ شوي ګوند عدالت او پراختيا د نسبتاً ټيټو رايو د تر لاسه كولو او په يواځې ځان د حكومت د جوړولو د چارو نه په محروميت اسراييلو خوښي څرګنده كړه.
د اسراييلو پخواني ولسمشر شيمون پېرېز پدې اړه وويل چې `` اردوغان له تركيې نه ايران جوړولو. په سيمه كې بل ايران ته اړتيا نشته دى.``
پېرېز چې په پلازمېنه تل ابيب كې يو كنفرانس ته وينا اوروله وويل چې `` په تركيه كې د ټاكنو د پايلو نه ډېر خوشاله يم. اردوغان غوښتل چې له تركيې نه ايران جوړ كړي. په منځني ختيځ كې دوه ايرانونو ته اړتيا نشته دى.``
د پېرېز په وينا اوس د عدالت او پراختيا ګوند دې ته اړ دى چې په پارلمان كې د نورو ګوندونو سره ايتلافي حكومت جوړ كړي. د تركيې د ټاكنو پايلې به په منځني ختيځ او اسراييلو باندې هم مثبتې اغېزې وكړي.
د (one minute) اغېزه
په ۲۰۰۹م كال كې په سويس كې د نړۍ په اقتصادي فورم كې د تركيې د وخت لومړي وزير رجب طيب اردوغان د اسراييلو د وخت ولسمشر شيمون پېرېز ته مخامخ وويل چې تاسې د فلسطيني ماشومانو قاتلين ياست. اردوغان څرګنده كړه چې د `` د بې ګناه ماشومانو د وژونكي سره په غونډه كې نه كښېنم ``


ددې پېښې نه وروسته د تركيې پر وړاندې اسراييلو منفي تبليغات پيل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه