د امریکا په خوښه ديموكراسۍ پر وړاندې غبرګون

د جي – ۷ د غړو هېوادونو په سرمشريزه كې د عراق د لومړي وزير نوري العبادي پر وړاندې د اوباما دريځ د عراق په ګډون په منځني ختيځ كې د خلكو او سياستوالو غبرګون را پارولى دى.

301769
د امریکا په خوښه ديموكراسۍ پر وړاندې غبرګون

د سرمشرېزې په يوې برخه كې په داسې حال كې چې چې اوباما د ايټاليا د لومړي وزير او د نړيوال بانك د مشرې سره خبرې كولې د عراق لومړى وزير يې هم ترڅنګ كېناست تر څو د اوبام سره وګوري خو اوباما په بنډار كې داسې غرق وو چې عبادي يې و نه ليد او يا يې پرې سترګې پټې كړې. وروسته عبادي اړ شو چې د ليدنې نه تېر شي.
پرون او نن د عراق په ګډون په يو شمېر نورو عربي هېوادونو كې د اوباما بې تفاوتۍ د سياستوالو غبرګون راپارولى دى.
د عراق د پارلمان يو شمېر غړو څرګنده كړه چې امريكا هغه مهال ديموكراتيك ارزښتونه وړاندې كوي چې پكې يې ګټه وي.
په داسې حال كې چې د داعش سره د مبارزې په برخه كې عبادي د اوباما تر ټولو نږدې متفق هم دى خو ددې سره سره يې په ډيپلوماټيك نزاكت پښې ايښي دي.
يو شمېر نورشنونكي په دې اند دي چې كه چېرې دا اقدام په غلطۍ سره شوى وي نو سپينه ماڼۍ بايد وضاحت وكړي. خو كه په قصدي ډول شوى وي نو دا د عراق لپاره د اوباما يو سمبوليك ځواب دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه