د عراق د دفاع وزارت د داعش د ډلې د مرستیال د وژل کیدو ادعا کړې

د عراق د دفاع وزارت ویلي دي چې د داعش د ډلې مرستیال او دویم کس د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې وژل شوی دی

274790
د عراق د دفاع  وزارت  د داعش د ډلې د مرستیال د وژل کیدو ادعا کړې

د عراق د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د داعش د ډلې دویم کس او د البغدادي مرستیال ابو اعلی العفري د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.
د عراق د دفاع د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د دقیقو راپورونو له مخې ابو اعلی العفري د عراق د تلعفر په ښار کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د داعش د ډلې قاضي القضات د عراق په شمال کې د تلعفر د ښار العیاضیه په سیمه کې د شهدا په نامه په جومات کې د یادې شوې ډلې د مشرانو مشرانو سره غونډه کوله چې ایتلافي ځواکونو په نوموړي جومات هوايي بریدونه وکړل. په برید کې د داعش د ډلې دویم او د البغدادي مرستیال ابو اعلی العفري وژل شوی دی .
د بله پلوه د عراق د اردو یو تن چارواکي چې د نوم د اخیستو نه يي ډډه کوله ویلي دي چې د داعش د ډلې دویم کس او البغدادي مرستیال عبدالرحمان مصطفی محمد چې به ابو اعلی العفري مشهور دی د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
د یادولو وړ ده چې یو څه موده وړاندې هم د عراق ځینو چارواکیو او خبري رسنیو د داعش د مشر البغدادي د مړینې او د هغه پر ځای د ابو اعلی العفري د ټاکل کیدو ادعا کړې وه .
عراقي چارواکیو ددینه وړاندې ادعا کړې وه چې البغدادي د امریکا په مشرۍ په هوايي برید کې د سخت ټپي کیدو نه وروسته د درملنې په موخه د سوریې رقه ښار ته وړل شوی وو چې هلته يي ژوند د لاسه ورکړی دی .
د بله پلوه څو ورځې د مخه بیا د امریکا خبري رسنیو د یو خبر په خپرولو سره وویل چې داسې معلومات يي ترلاسه کړي دي چې د داعش مشر البغدادي ژوندی او د سوریې د رقه په ښار کې د ډاکټرانو د یوې لس کسیزې ډلې لخوا د تداوۍ لاندې قرار لري.
نوموړو ویلي وو نوموړي ډاکټران هم د نورو سیمو نه په ډیره محرمانه ډول رقه ښار ته رسول شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه