د غزې د يتيمانو سره د تركيې مرستې
د تركيې د سرې مياشتې ادارې په غزه كې د اسراييلو په بمباريو كې د وژل شوو كورنيو يتيمانو سره نقدي مرستې پيل كړې.
259330
د تركيې د سرې مياشتې ادارې په غزه كې د اسراييلو په بمباريو كې د وژل شوو كورنيو يتيمانو سره نقدي مرستې پيل كړې. په لومړي پړاو كې د غزې د ۱۲۷ يتيمانو سره د ۷ امريكايي ډالرو په اندازه نقدي مرسته ترسره شوه. تمه كيږي چې دا مرستې به همداسې دوام ومومي.
د سرې مياشتې د نړيوالو پروګرامونو مشر ګوكخان دودو څرګنده كړه چې د مرستو لړۍ به هره مياشت همداسې دوام ومومي.
سرې مياشتې دا مرستې د غزې په تراړه كې په يواځيني دارالايتام كې پر مېشتو يتيمانو وويشلې.
د فلسطين د ټولنيزو چارو د وزارت د شمېرو له مخې يواځې په غزه كې شاوخوا ۲۰ زره يتيمان ژوند كوي.