اسراييل د لوديځ – ايران ترمېنځ د هوكړې له امله ناراحته دى.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د لوديځ – ايران ترمېنځ د اتومي لانجې پر سر د رامنځته شوې هوكړې له امله خپله ناراحتي څرګنده كړه.

227275

نتنياهو وويل چې د ملګرو ملتونو د پنځو دايمي غړو او جرمني د هېوادونو لخوا د ايران سره د اتومي لانجې پر سر هوكړه د لوېديځ په تاوان ده. د نوموړي په وينا ددې هوكړې په اساس د ايران اتومي پروګرام په ټوليزه توګه له منځه نه وړل كيږي. نتنياهو لوديځو هېوادونو ته وړانديز وكړ چې پر ايران د بنديزونو د لرې كولو پر ځاى دې لا زيات بنديزونه ولګول شي.
د اسراييلو لومړي وزير نتنياهو چې د امريكا د يوې ټلوېزيوني شبكې سره خبرې كولې وويل چې ايران د لګېدلو بنديزونو له امله د خبرو اترو د ترسره كولو ته اړ شوى دى. دا بنديزونه بايد لا زيات شي تر څو ايران د خپل اتومي پروګرام نه لاس په سر شي.
نتنياهو خبردارى وركړ چې دا تړون به د اسراييلو امنيت د خطر سره مخامخ كړي. همداراز د سني هېوادونو ترمېنځ د وسلو د پېرودلو رقابت هم زيات شي.
د ايران او ۵+۱ د هېوادونو ترمېنځ تېره اونۍ د سويس د لوزان په ښار كې د اتومي لانجې د آواري په موخه د سياسي هوكړې يوه لوظنامه لاسليك شوه. تمه كيږي چې په راتلونكي بهير كې به د تړون مسوده تياره شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه