د القاعدې د څانګې النصرا جبهې عمومي قومندان ووژل شو

په سوریه کې د القاعدې د څانګې النصرا د جبهې عمومي قومندان ابو همام الشامي په یو هوايي برید کې ووژل شو.

250405
د القاعدې د څانګې النصرا جبهې عمومي قومندان ووژل شو

په سوریه کې د القاعدې د څانګې النصرا د جبهې عمومي قومندان ابو همام الشامي په یو هوايي برید کې ووژل شو.
دا چې دا برید د چا لخوا ترسره شوی پدې اړه معلومات نشته.
ویل کیږي د النصرا د جبهې عمومي مشر الشامي د ترکیې پولو ته نږدې د سوریې د ادلیب ښار په مربوطاتو کې د سالکن په کلي کې وژل شوی دی.
په یاد شوي برید کې د النصرا د جبهې د عمومي مشر ابو همام الشامي سربیره د یادې شوې ډلې درې تنه نور جګپوري ابو مصب الفلسطیني، ابو عمر الکوردي او ابو برا الانصاري وژل شوي دي .
ویل کیږي برید د النصرا د جبهې د مشرانو په د غونډې په ځای شوی دی .
د بله پلوه د نوموړي برید نه وروسته د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند بیا ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ادلیب ښار کې هیڅډول بمبارۍ ندي ترسره کړي.
د نوموړو څرګندونو نه وروسته داسې ښکاري چې برید د اسد د رژیم د جنګي الوتکو لخوا شوی وي.
ابو همام الشامي ددینه وړانډې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر خلاف جګړه کوله. ویل کیږي ابو همام الشامي د القاعدې د سازمان یو تن تکړه قومندان وو. ابو همام الشامي افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ځواکونو د تلو نه وروسته نوموړی افغانستان ته لاړ او د الغورابا په نامه د یو غنډ سره یو ځای شو. نوموړی وروسته سوریې ته راستون شو او د النصرا د جبهې د نظامي برخې د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه