اسراییلو محکمې یهودانو ته په مسجدالاقصی کې د عبادت لار پرانیسته

246148
اسراییلو محکمې یهودانو ته په مسجدالاقصی کې د عبادت لار پرانیسته

د اسراییلو یوې محکمې د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې او سپڅلي مکان مسجدالاقصی په اړه یوه ډیره پارونکې پریکړه وکړه.
ویل کیږي د محکمې ددې پریکړې سره په مسجدالاقصی کې یهودانو ته د عبادت لار پرانیستل کیږي.
د اسراییلو یوې محکمې د یو تن یهودي خاخام چې مسجدالاقصی کې د عبادت پر مهال د فلم د خپریدو نه وروسته د پولیسو لخوا مسجدالاقصی ته پر ننوتو بندیز لګیدلی وو او پدې اړه يي دعوا پرانیستې وه نوموړی پر حق وباله او نوموړي ته يي د مادي تظمیناتو په ورکولو حکم وکړ.
محکمې په حکم کې ویلي دي چې په مسجدالاقصی کې عبادت د یهودانو حق دی.
د اسراییلو د مولکا اویف د جزا محکمې د یهودي خاخام د دعوا په اړه پریکړه وکړه. یهودي خاخام ته د پولیسو لخوا مسجدالاقصی ته د ننوتو اجازه نه ورکول کیده چې نوموړي پدې اړه په محکمه کې عریضه کړې وه.
محکمې ویلي دي چې یهودي خاخام کولی شي چې په مسجدالاقصی کې عبادت وکړي او پدې اړه کوم بندیز شتون نلري.
محکمې نوموړي یهودي خاخام ته د دوو کلولو په اوږدو کې مسجدالاقصی ته د ننوتو د اجازې د نه ورکولو له امله نوموړي ته د ۶۵۰ زره اسراییلي پیسو چې شاوخوا ۱۶۳ زره امریکايي ډالره کیږي د تظمیناتو د ورکولو پریکړه کړې ده .
نوموړي یهودي خاخام د مدافع وکیل ویلي دي چې د محکمې دې پریکړې په اصل کې په مسجدالاقصی کې یهودانو ته د عبادت کولو لار پرانیسته.
د اسراییلو په یو تلویزیوني کانال کې په مسجدالاقصی کې د یهودي خاخام د ویدیو د خپریدو نه وروسته د اسراییلو پولیسو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځه په نوموړي مسجدالاقصی ته په ننوتو بندیز لګولی وو.
یهودي خاخام د پولیسو ددې پریکړې نه وروسته په محکمه کې د پولیسو پر خلاف اقامه د دعوا کړې وه .
د یادولو وړ ده چې د ۱۹۲۴ کال راهیسې په بیت المقدس کې د مسلمانانو او مسیحیانو د عبادت ځایونو اداره د اردن په لاس کې ده . د مسجدالاقصی امام هم د اردن لخوا ټاکل کیږي.
اردن په ۱۹۹۴ کال کې د اسراییلو سره د سولې یو تړون لاسلیک کړی چې پدې تړون کې یهودانو ته مسجدالاقصی ته د ننوتو اجازه ورکول کیږي خو په عبادت کولو يي بندیز لګول شوی دی .
د اسراییلو محکمې په پریکړه کې د اسراییلو او اردن ترمنځه د لاسلیک شوي تړون نه سرغړونه وکړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه