په سعودي عربستان کې ۱۰۰ کلن بوډا د شل کلنې نجلۍ سره واده وکړ

247652
په سعودي عربستان کې ۱۰۰ کلن بوډا د شل کلنې نجلۍ سره واده وکړ

په سعودي عربستان کې ۱۰۰ کلن بوډا د شل کلنې پیغلې سره واده وکړ.
د سعودي عربستان مطبوعاتو د نوموړي سل کلن بوډا د واده د مراسمو یوه لنډه ویدیو خپره کړې ده چې پکې سل کلن بوډا ډیر خوښ ښکاري.
په ویدیو کې سل کلن بوډا د نورو ځوانانو سره په ګډه توګه د تورو نڅا کوي .
پداسې حال کې چې د سل کلن بوډا او ناوې د هویت په اړه څه ندي ویل شوي خو د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ناوې لا پوره شل کلنه شوې نده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه