د عراقي سرتیرو پدې ظلم کې د اسراییلي سرتیرو نه خپه اړولې ده

248473
د عراقي سرتیرو پدې ظلم کې د اسراییلي سرتیرو نه خپه اړولې ده

په عراق کې دا ځل عراقي سرتیرو یو ۱۳ کلن ماشوم په ډیر بې رحمانه ټوګه د ټولو سترګو پر وړاندې وواژه.
عراقي سرتیرو ددې ظلم ویدیو خپره شوې چې په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي.
ویل کیږي دا ویدیو د عراقي سرتیرو لخوا د صلاح الدین ښار د داعش نه د بیرته نیولو په خاطر د روانو عملیاتو په لړ کې ثبت شوې ده . په ویدیو کې ښکاري چې په یو کلي کې ۱۳ کلن ماشوم د عراقي سرتیرو لخوا لاسونه يي زلوانه شوي او وهل ډبول کیږي.
سرتیري ماشوم ته وايي چې تا په موږ ډزې او اوس موږ تا وژنو. ماشوم د ځان نه د سپیناوي په خاطر زارۍ کوي او وايي چې په الله قسم چې ما پر تاسو ډزې ندي کړي خو عراقي سرتیري د هغه وهلو ته دوام ورکوي.
ماشوم په ډیر ډار او ویرې سره زارۍ کوي چې زه بې ګناه یم او ما په چا ډزې ندي او زه هیڅ خبر نه یم.
د فلم په دوام کې یو تن عراقي سرتیری چې د ماشوم د وهلو ډبولو مخنیوی کوي او نورو سرتیرو ته وايي چې پام کوۍ او ډزۍ ونکړۍ خو له بده مرغه چې ددې سرتیري خبرې په نورو سرتیرو هیڅډول تاثیر نکوي.
د سرتیرو له منځه یو تن سرتیرو چې ماشوم ته بد او رد وايي او ښکنځل کوي په ماشوم د ډزو باران پیلوي او ۱۳ کلن ماشوم ځای په ځای شهیدیږي.
عراقي سرتیري د ماشوم د وژلو نه وروسته د ملګرو غچ به خامخا اخلو سورې او نارې وهي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه