یهودانو په لویدیځه تراړه کې یو جومات وسوځو

په لویدیځ تراړه کې په بیت لحم ښار کې یهودانو یو جومات ته اور ورته کړ.

237282
یهودانو په لویدیځه تراړه کې یو جومات وسوځو

په لویدیځ تراړه کې په بیت لحم ښار کې یهودانو یو جومات ته اور ورته کړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د فلسطین د لویدیځې تراړې د بیت لحم په ښار کې جبه په کلي کې د سهار په وختي ساعتونو کې په یو جومات برید وشو.
یهودانو د سهار په وختي ساعتونو کې لومړی د جومات کړکۍ ماتې کړې او وروسته يي په جومات سوځوونکي مواد وشیندل او اور يي ورته کړ.
همداشان یهوادنو د جومات په دیوارونو د اسلام ضد شعارونه او د یهودانو دیني سمبول انځورنه رسم کړي دي .
جومات د یهودانو د برید له امله د پام وړ زیان لیدلی دی . پولیسو په سیمه کې د برید کوونکو پلټنه پیل کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه