سيسي: د داعش برياليتوب به سيمه ۵۰ كاله نوره هم نا آرامه كړي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي چې د مونيخ په ۵۱م امنيتي كنفرانس كې د ګډون په موخه په جرمني كې دى ددې هېواد د ``شپيګل`` د اونيزې سره په مركه كې وويل چې ``د داعش پر وړاندې په روانه جګړې كې احتمالي ماته به په سيمه كې ۵۰ كاله نوره هم نا آرامۍ ته لار هواره كړي

214263
سيسي: د داعش برياليتوب به سيمه ۵۰ كاله نوره هم نا آرامه كړي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي چې د مونيخ په ۵۱م امنيتي كنفرانس كې د ګډون په موخه په جرمني كې دى ددې هېواد د ``شپيګل`` د اونيزې سره په مركه كې وويل چې ``د داعش پر وړاندې په روانه جګړې كې احتمالي ماته به په سيمه كې ۵۰ كاله نوره هم نا آرامۍ ته لار هواره كړي.`` سيسي څرګنده كړه چې ددې ګواښ نه اروپا هم په امان كې پاتې نه شي. ځكه اروپا به هم د ترهګرۍ د ګواښ سره لاس او ګريوان وي.
عبدالفتاح السيسي د لوديځ د مشرانو نه غوښتنه وكړه چې د داعش سره د ګډې په مبارزې په برخه كې متقابله همكاري وكړي. دا پداسې حال كې ده چې په مصر كې هم د `` انصار بيت المقدس`` په نامه يوې وسله والې ډلې د داعش سره بيعت اعلان كړ. مصر پدې ډلې تور لګوي چې د سينا په دښته كې يې پر امنيتي ځواكونو باندې بې شمېره وسله وال بريدونه كړي دي.
سيسي وويل چې په ۲۰۱۳ كال كې د كودتا پرمهال د رابعې په ميدان كې د اخوان المسلمين د شاوخوا ۶۳۰ تنو پلويانو د وژل كېدو له امله پېښمانه نه دى. سيسي ددې ترڅنګ وويل چې ددې سره سره د يوې `` سراسري بښنې`` د قانون په نافذولو باندې كار كوي.
عبدالفتاح السيسي په مصر كې د كودتا پرمهال د بشري حقونو نه د سرغړونې په اړه د لوديځو هېوادونو د تورنو په اړه وويل چې `` پدې زه نه شرمېږم چې ووايم زموږ او ستاسې د هېوادونو ترمېنځ د تمدن يو درز موجود دى. په جرمني كې لاريون كوونكي د لاريون پرمهال له ځانه سره وسله نه راوړي چې په پوليسو بريد وكړي.``
تېره اونۍ په مصر كې د انصار بيت المقدس د ډلې لخوا ددې هېواد په وسله والو ځواكونو باندې د بريد په پايهل كې شاوخوا ۳۰ تنه مصري نظاميان وژل شوي ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه