په یمن کې شیعه حوثي یاغیانو پارلمان منحل کړ.
په یمن کې شیعه حوثي یاغیان چې د هیواد د پلازمینې صنعا په ګډون د یو زیات شمیر ښارونو کنټرول په لاس کې لري تیره ورځ رسمآ کودتا وکړه او د هیواد ولسي جرګې د منحلولو سره يي واک په خپل لاس کې واخیست.
په یمن کې شیعه حوثي یاغیانو پارلمان منحل کړ.
په یمن کې شیعه حوثي یاغیان چې د هیواد د پلازمینې صنعا په ګډون د یو زیات شمیر ښارونو کنټرول په لاس کې لري تیره ورځ رسمآ کودتا وکړه او د هیواد ولسي جرګې د منحلولو سره يي واک په خپل لاس کې واخیست.
حوثي یاغیانو په هیواد کې نورو سیاسي ډلو ته په حکومت کې د رامنځته شوو تشو د ډکو په خاطر درې ورځې مهلت ورکړی وو چې د دریو ورځو وروسته يي ولسي جرګه منحل کړه او ټول واک يي په خپل لاس کې واخیست.
حوثي یاغیانو د ۵۵۱ تنو غړیو نه جوړه موقتي ولسي جرګه جوړه کړه .
د یادولو وړ ده چې د حوثیانو موقتي ولسي جرګه به د ولسمشرۍ ۵ کسیزه شورا وټاکي او دا شورا به وروسته ولسمشر وټاکي.
همداشان حوثي یاغیانو د ولسي جرګې د منحلولو او واک په خپل لاس کې د نیولو نه وروسته خپل بری د هوايي فشنګونو سره ولمانځه.
د بله پلوه د ملګروملتونو د امنیت شورا د نوموړي پرمختګ اړوند ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده .
د ملګروملتونو د امنیت شورا شیعه حوثي یاغیانو ته ګواښ کړی که چیرې د ملګروملتونو لخوا پيل شوي د مذاکراتو بهیر ته ونه ګرځي جدي بندیزونه به پرې ولګول شي.
ملګروملتونو په حوثي یاغیانو هر څه ژر د ولسمشر، لومړي وزیر او وزیرانو د خوشې کولو غږ کړی دی . حوثي یاغیانو د یمن ولسمشر ، لومړی وزیر او وزیران په خپلو کورونو کې نظر بند کړي دي .
سپینې ماڼۍ هم د حوثي یاغیانو لخوا د ولسي جرګې د منحلولو د پریکړې په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده .
د سپنې مانۍ ویاند ویلي دي چې حوثیانو د یو پلوي اقدام په اړه اندیښمن یو.
همداشان د مونیخ په نړۍوال امنیتي کنفرانس کې د خلیج د هیواد د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه وویل چې د حوثیانو لخوا جوړه شوې نوې ولسي جرګه او یا هم د ولسمشرۍ شورا ددوې لپاره د منلو وړ نده او په رسمیت به يي ونه پیژني.