اروپا د اسراییلو فشارونو ته غاړه کیښوده.

اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د اروپا د عدالت د دیوان محکمې د حماس ډله د ترهګرو له لسته د ویستو پریکړه تمیض محکمې ته انتقالولو ته تیاری نیسي .

191316
اروپا د اسراییلو فشارونو ته غاړه کیښوده.

اروپا د اسراییلو فشارونو ته غاړه کیښوده.
اروپا د فلسطین د اسلامي مقامت د غورځنګ حماس ډله چې د ترهګرۍ له لسته ویستي وه ، د اسراییلو د فشارونو له امله له سره یاده شوې ډله د ترهګرو په لست کې د شاملولو هڅې پیل کړي دي .
د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د اروپا د عدالت د دیوان محکمې د حماس ډله د ترهګرو له لسته د ویستو پریکړه تمیض محکمې ته انتقالولو ته تیاری نیسي .
اروپايي ټولنې ویلي دي چې د اروپا د د عدالت دیوان د محکمې د پریکړې د ماتولو په خاطر به نن تمیض محکمې ته وړاندیز وکړي.
د اروپا د عدالت دیوان محکمې د تیر کال د دسمبر په ۱۷ نيټه د اروپايي ټولنې لخوا د حماس ډله د ترهګرو په لست کې شاملول د حقوقو سره په ټکر کې عمل بللی وو او د حماس نوم يي د ترهګرو له لسته ویستی و.
د ویلو ده چې د محکمې د پریکړې نه وروسته په اروپا کې د حماس د کنګل شوو بانکي حسابونو او مال او دارايي د خلاصولو مسله درې میاشتې ځنډول شوې وه .
د اروپا د عدالت دیوان د محکمې د پریکړې نه وروسته اسراییلو په ټولنې سخت فشارونه راوستل او یو ځل بیا يي ټولنه د ترهګرۍ په لست کې د حماس د ډلې شاملولو ته اړه کړه .


پيوندونه:

اړوند خبرونه