د حزب الله مشر اسراییلو ته ګواښ وکړ

191538
د حزب الله مشر اسراییلو ته ګواښ وکړ

د اسراییلو لخوا د حزب الله د ډلې په جنګیالیو د برید نه سمدلاسه وروسته د یادې ډلې مشر حسن نصرالله اسراییلو ته ګواښ وکړ.
د حزب الله د ډلې مشر حسن نصرالله د العالم د تلویزیون سره په مرکه کې اسراییلو ته  یواځې په دوو کلمو کې ګواښ وکړ.
حسن نصرالله په اسراییلو غږ وکړ چې پټنځایونه مو جوړ کړۍ . د ویلو ده چې حسن نصرالله د مسلې په اړه د نورو څرګندونو نه ډډه وکړه او یواځې په عربي او عبراني ژبو اسراییلو ته په دوو کلمو کې ګواښ وکړ.
اسراییلو وړمه شپه د سوریې د القنطیره په سیمه کې د حزب الله د ډلې په جنګیالیو هوايي برید وکړ چې له امله يي د یادې شوې ډلې د ځینې قومندانانو په ګډون یو شمیر جنیګالیو ژوند د لاسه ورکړ.
حسن نصرالله وویل چې ددوی یوه ډله چې د القنطیره د سیمې نه يي لیدنه کوله د اسراییلو جنګي چورلکو لخوا پرې برید وشو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه