فلسطین لوی بری: د اسراییلو لومړي وزیرد زنداني کیدو لار اواره شوه

185117
فلسطین لوی بری: د اسراییلو لومړي وزیرد زنداني کیدو لار اواره شوه

اسراییلي چارواکي چې د لسګونو زره تنو فلسطینیانو په وینو لاسونه سره دي د جزا په نړۍواله محکمه کې د محاکمې د ګواښ سره مخامخ دي.
یو زیات شمیر حقوقپوهان وايي چې د جزا د نړۍوالې محکمې لخوا د فلسطین د غړیتوب د منلو سره د اسراییلي چارواکیو د محاکمې لاره اواره شوه.د فلسطین ادارې د اپریل د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره په فلسطین کې د ترسره شوو ټولو جنګي جنایتونو او بریدونو نه له امله د اسراییلو پر خلاف د جزا په نړۍواله محکمه کې اقامه د دعوا کولو حق ترلاسه کړ.
د اسراییلو دولت چې تل نړۍوال حقوق او نورمونه د خپو لاندې کوي دا ځل د جزا د نړۍوالې محکمې لخوا د محاکمې د ګواښ سره مخامخ دی.
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون د هغه څرګندونو نه وروسته چې وویل د جزا په نړۍواله محکمه کې د فلسطین د غړیتوب اړوند وړاندیز ومنل شو د اسراییلو پر خلاف د عدالت بهیر پيل شو.
ددې سره سم فلسطین د اپریل د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د اسراییلو لخوا په فلسطین د ترسره شوو بریدونو او جنایتونو له امله د جزا په نړۍواله محکمه کې د اقامه د دعوا کولو حق ترلاسه کړ.
ددې پرمختګ نه وروسته د ټول پام د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ته چې نه بلونکي میلمه په توګه يي د پاریس په لاریون کې ګډون کړی وو اوښتی دی .
که چیرې د فلسطین اداره د جزا په نړۍواله محکمه کې د نتنیاهو او اسراییلو نورو چارواکیو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي کیدای شي چې نتنیاهو او نور فلسطیني چارواکي د زندان د ګواښ سره مخامخ شي او د اسراییلو د پولو نه د وتو سره سم ونیول شي.
د نړۍوالو اړیکو او حقوقو کارپوهانو په اند د جزا د نړۍوالې محکمې لخوا فلسطین ته غړیتوب ورکول د هره پلوه د فلسطین په ګټه دی. فلسطین کولی شي چې هره شیبه د اسراییلو د دولت او چارواکیو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي. که چیرې د جزا نړۍواله محکمه د اسراییلو د چارواکیو پر خلاف کومه پریکړه وکړي او نور هیوادونه د پریکړه په رسمیت وپیژني دغه هیواد په خپلو پولو کې د اسراییلو د چارواکیو د نیولو حق ترلاسه کوي.
د جزا په نړۍواله محکمه کې د فلسطین غړیتوب د اسراییلو د لومړي وزیر په ګډون یو زیات شمیر چارواکي ډارولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه