داعش دا ځل په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف الوتکه راوغورځوله
د داعش ډلې هوايي دفاعي ځواکونو د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یو بله جنګي الوتکه راوغورځوله.
داعش ته نږدې د البیان راډیو د خبر له مخې د داعش هوايي دفاعي ځواکونو د بغداد په شمال کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یو جنګي الوتکه راغورځولې او پيلوټ يي اسیر نیولی دی .
دا چې غورځول شوې الوتکه به د کوم هیواد پورې اړوند وي پدې اړه څه ندي ویل شوي.
د پیښې په اړه د امریکا په مشرۍ ایتلاف او د عراق حکومت څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې داعش تیره اوونۍ هم د سوریې د رقه په ښار کې د اردن یوه جنګي چورلکه راوغورځوله او پيلوټ يي اسیر ونیو.
د اردن هیواد د داعش لخوا ددوی د الوتکې د ویشتو او د پیلوټ د اسیر نیولو پخلی وکړ.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.