د مصر محکمې د مرسي د پلویانو سره چلند کې د اسراییلو نه خپه واړوله

په مصر کې محکمې دا ځل ۷۸ تنه ماشومان د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په پلوي په مظاهره کې د ګډون له امله د حپس محکوم کړل.

207167
د مصر محکمې د مرسي د پلویانو سره چلند کې د اسراییلو نه خپه واړوله

په مصر کې محکمې دا ځل ۷۸ تنه ماشومان د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په پلوي په مظاهره کې د ګډون له امله د حپس محکوم کړل.
د مصر په شمال کې د اسکندریه د ښار د جزا محکمې د ۱۶ کلونو د عمر نه ښکته ۷۸ تنه ماشومان د ۲ او ۵ کلونو ترمنځه په حپس محکوم کړل.
د نوموړو ماشومانو د مدافع وکیل د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې محکمې یاد شوي ۷۸ تنه ماشومان د اخوان المسلمین د سازمان د غړیتوب ، د لومړني متنخب ولسمشر محمد مرسي په پلوي په ترسره شوو مظاهرو کې د ګډون او د هیواد د عام نظم د خرابولو په تور د ۲ نه تر ۵ کلونو پورې په بند محکوم کړل.
نوموړي وویل چې یاد شوي ماشومان د روان کال د جنوري او مې د میاشتو ترمنځه نیول شوي وو. د مصر حکومت لومړی د نوموړو ماشومانو محاکمه شاوخوا لس میاشتې وځنډوله او وروسته يي په ناحقه توګه او د ټولو نړۍوالو قوانینو د خپو لاندې کولو سره په حپس محکوم کړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه