د فلسطین په اړه د بانکي مون زړورې څرکندونې

په نړۍ کې فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه د پیژندل کیدو په خاطر له سره یو بهر پيل شوی چې په چټکۍ سره دوام لري.

205061
د فلسطین په اړه د بانکي مون زړورې څرکندونې

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون وویل چې په نړۍ کې د فلسطین دولت د یو خپلواکه دولت په توګه د رسمیت پیژندو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.
بانکي مون دا څرګندونې د فلسطین سره د همغږۍ د ورځې په اړه په جوړو شوو مراسمو کې وکړې. همداشان بانکي مون به غزې د اسراییلو د بریدونو پرمهال د نړۍوالې ټولنې د عاجزه پاتې کیدو اعتراف هم وکړ.
بانکي مون زیاته کړه چې نړۍ د فلسطین او اسراییلو د موجودي ستونزې د حل په خاطر په کافي توګه هڅه نده کړې او پدې مسله کې ناکامه پاتې شوې ده .
بانکي مون ددې خبرې په ټینګار وویل چې د اسراییلو اردو د فلسطین پر وړاندې د چوکاټ نه د وتلي فوت کارولی دی . نوموړي زیاته کړه چې د نوموړې ستونزې د حل په خاطر لومړی باید په غزې لګول شوې محاصره لرې کړی شي او د فلسطین اشغال پایته ورسول شي. همداشان د اسراییلو امنیتي اندیښنې هم باید له منځه یوړل شي.
بانکي مون وویل چې په نړۍ کې فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه د پیژندل کیدو په خاطر له سره یو بهر پيل شوی چې په چټکۍ سره دوام لري.
مون زیاته کړه چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې ولسي جرګې او حکومتونو پدې اړه جدي ګامونه پورته کړي او دا ګامونه دوام لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه