عباس د اسراییلو په حکومت د دیني نښتو د پیلولو هڅه مکوۍ غږ وکړ

د فلسطین ولسمشر محمود عباس په اسراییلو غږ وکړ چې د دیني او مذهبي نښتو د پيلولو هڅه مکوۍ.

201636
عباس د اسراییلو په حکومت د دیني نښتو د پیلولو هڅه مکوۍ غږ وکړ

د فلسطین ولسمشر محمود عباس په اسراییلو غږ وکړ چې د دیني او مذهبي نښتو د پيلولو هڅه مکوۍ.
محمود عباس په رام الله کې جوړ شوي د سیمه ییزو ادارو په نړۍوال کنفرانس کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې سیاسي نښتې باید په دیني نښتو بدلې نکړی شي ، ځکه چې دیني نښتې ډیر بد عواقب لري. موږ ددینه مښکې هم اسراییلو حکومت ته خبرداری ورکړی وو او یو ځل بیا خبرداری ورکوو.
عباس زیاته کړه چې د اسراییلو حکومت سیاسي نښتې په ټوله معنا په دیني نښتو بدلې کړي دي . عباس په اسراییلو غږ وکړ ً زموږ په سپیڅلو مکانونو، جوماتونو او کلیسو بریدونه مکوۍ ځکه چې دا دیني نښتې ډیر بد عواقب لري . د دیني نښتو پایلې ناګرځندې وي او هره شیبه د لویو لویو چاودنو امکان رامنځته کیږي.
محمود عباس د دواړو خواوو لخوا ملکي وګړو ته ضرر رسول په کلکه توګه وغندل او وویل چې د جګړې نه بلکې د سولې پلوي کوي خو دا ددې په معنا نده چې په مسجد الاقصی په څیر د مسلمانانو په سپڅلي مکان د اسراییلو په برید سترګې پټې کړي.
محمود عباس وویل که چیرې د اسراییلو حکومت په رښتیا سوله غواړي د فلسطین په خاوره کې دې په ناقانونه توګه د یهودانو د ځای په ځای کولو په خاطر د ناقانونو کورونو د جوړولو لړۍ ودروي.
عباس وویل چې ختیځ بیت المقدس د فلسطین د خپلواکه دولت پلازمینه ده او اسراییلو حکومت باید د دوو دولتونو حل لاره ومني.


پيوندونه:

اړوند خبرونه