`` اسلامي دولت`` پخپل نامه پېسې چاپوي.

د عراق شام د اسلامي دولت داعش چارواكو څرګنده كړه چې د خپل كنترول لاندې سيمو كې به پخپل نامه پېسې چاپ كړي دي.

188799
`` اسلامي دولت`` پخپل نامه پېسې چاپوي.

د انګلستان د ډيلي مېل ورځپاڼې د يو رپوټ له مخې داعش په لومړي پړاو كې فلزې سكې چاپوي. دا سكې به د سرو زور او سپينو زرو وي. تمه كيږي چې دا سكې به په راتلونكو څو اونيو كې بازار ته وړاندې شي.
د داعش ترهګرې ډلې څرګنده كړه چې خپلې پېسې به د اسلام د دريم خليفه عثمان بن عفان رض د وخت د سكو په اساس جوړې كړې.
د هغه وخت د سكو په يو مخ كې كلمه او نور اسلامي متنونه او په بل مخ كې يې د حكمران نوم چاپ شوى وو. د سرو زرو د سكې نوم دينار وو چې ۴،۳ ګرامه وزن يې درلود. د سپينو زرو سكه چې درهم نومېده درې ګرامه وزن يې درلود.
ټاكل شوې ده چې داعش به هم دينار او درهم جوړ او بازار ته وړاندې كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه