په كوباني كې د داعش لويه ستراتيژكه خطا.

د جګړې يو شمېر شنونكي پدې اند دي چې داعش د كوباني په جګړه كې داسې ستراتيژيكه خطا وكړه چې كېداى شي د نوموړو په لوى زيان تمامه شي.

164440
په كوباني كې د داعش لويه ستراتيژكه خطا.

د جګړې يو شمېر شنونكي پدې اند دي چې داعش د كوباني په جګړه كې داسې ستراتيژيكه خطا وكړه چې كېداى شي د نوموړو په لوى زيان تمامه شي.
د په انګلستان كې د جګړې شنونكي وايي چې داعش كوباني ته د ننوتلو پرمهال تلوار وكړ. پداسې حال كې چې له يوې خوا د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو لخوا پرې له هوا نه بمباري كيږي د بله پلوه په كوباني كې د كردي جنګياليو سره كوڅه په كوڅه نښتې كوي.
د كوباني ښار ګوټى چې د تركيې په سوېل كې پروت دى د جغرافيوي پلوه ستراتيژيك موقعيت لري. د ښارګوټي شاوخوا لويې دښتې او غونډۍ پرتې دي. ايتلافي ځواكونه د كوباني نه بهر په شاوخوا سيمو كې د داعش مورچلې بمباروي. ددې پايله كې داعش اروپكي د ښارګوټي پر لور تښتي دي چې هلته بيا د كردي جنګياليو سره د كوڅه په كوڅه جګړه كې ښكېليږي.
كردي جنګيالي د داعش په پرتله په كوباني كې ډېر ښه بلد دي او كولاى شي چې اغېزمنه جګړه وكړي. په پايله كې داعش د تېښتې لار نه لري.
د شنونكو په وينا كه چېرې په كوباني د داعش په وړاندې جګړه اوږده شي نو كېداى شي چې د داعش اورپكي په ګونډو كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه