فلسطین د جزا د نړۍوالې محکمې دروازه ټکوي
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په فلسطین د اسراییلو روان یرغل د پایته رسولو په خاطر تیاری نیسي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په فلسطین د اسراییلو روان یرغل د پایته رسولو په خاطر تیاری نیسي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس وویل که چیرې د ملګروملتونو د امنیت شورا په فلسطین د اسراییلو روان یرغل ته د پایته ټکی کینږدي او پدې اړه جدي ګامونه پورته نکړي د جزا د نړۍوالې محکمې دروازه به وټکوي.
د یادولو وړ ده چې د محمود عباس دا پروژه به په لوی احتمال چې امنیت په شورا کې د امریکا لخوا ویتو شي.
محمود عباس وویل د فلسطین د اشغال د پایته رسولو پروژه که د ویتو سره هم مخامخ شي په شا ګام به پورته نکړي او لاس په سر به نشي.
محمود عباس د ملګروملتونو د سازمان په عمومي اجلاس کې په خپله وینا کې وویل چې د ملګروملتونو سازمان، د امنیت شورا او نړۍواله ټولنه باید په فلسطین کې د اسراییلو لخوا د روانو عام وژنو او یرغل مخه ونیسي او ددې ستونزې د حل په خاطر موږ ته غوڅه نیټه را په ګوته کړي.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.