په بغداد کې چاودنې ۲۱ تنه مړه او ۵۰ تنه ټپیان کړل

د عراق په پلازمینه بغداد کې په شیعه میشتو سیمه صدر کې چاودنې ۲۱ تنه ووژل.

136318
په بغداد کې چاودنې ۲۱ تنه مړه او ۵۰ تنه ټپیان کړل

د عراق په پلازمینه بغداد کې په شیعه میشتو سیمه صدر کې چاودنې ۲۱ تنه ووژل.
د بغداد د صدر په سیمه کې په یو موټر کې زوروره چاودنه وشوه .
په چاودنه کې ۲۱ تنه مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.
ویل کیږي چاودنه د شیعه میشتو په سیمه کې شوې ده . د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی او د عراق چارواکیو هم د برید په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .
عراق چې د یوې اوږدې مودې راهیسې د کورنۍ جګړې او مذهبي نښتو شاهدي کوي په ځانګړې توګه په بغداد کې وخت نا وخته دیته ورته خونړیز بریدونه کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه