د مصر لوی څارنوال:مرسي د ملي امنیت اړوند اسناد د قطر سره شریک کړي

د مصر لوی څارنوالۍ د لومړي منتخب ولسمشر محمد مرسي پر خلاف پرانیستل شوې نوې صورت دعوا جزا محکمې ته واستوله.

116078
د مصر لوی څارنوال:مرسي د ملي امنیت اړوند اسناد د قطر سره شریک کړي

د مصر  لوی څارنوالۍ د  لومړي  منتخب ولسمشر محمد مرسي پر خلاف   پرانیستل شوې نوې صورت دعوا  جزا محکمې ته  واستوله.

د مصر  لوی څارنوالۍ  د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي چې د تیر کال  د جولای په دریمه د عسکري کودتا  په ترڅ کې له واکه لرې او زنداني کړې شو پر خلاف  قطر ته د مصر د ملي امنیت اړوند د بعضو اسناد او شواهدو  د ورکولو  له امله  نوې دعوا  پرانیسته. لوی څارنوالۍ د محمد مرسي  دعوا  د جزا محکمې ته واستوله .

د مصر لوی څارنوال هاشم برکت  په خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي دي چې د محمد مرسي پر خلاف  دا پنځمه  دعوا ته  چې پرانیستل کیږي او محکمې ته استول کیږي. لوی څارنوال  د محمد مرسي د نوې دعوا نه د هیواد په تاریخ کې د جاسوسۍ په برخه کې تر ټولو  د لوی خیانت  د دعوا په توګه یادونه وکړه .

د مصر لوی څارنوال هاشم برک  ویلي دي چې محمد مرسي  خپلې یو کلنې دندې  پر مهال د هیواد  د ملي امنیت اړوند  یو زیات شمیر مهم  اسناد د قطر  د هیواد سره  شریک کړي دي . د مصر لوی څارنوال  د اګست په ۲۸ نیټه  د محمد مرسي پر خلاف  نوې دعوا  پرانیسته.

دعوا  په لوی څارنوالۍ کې د مراحلو د طي کولو نه وروسته د جزا محکمې ته استول شوې ده . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه