امريكا له عراقه وروسته په سوريه كې هم بمباريو ته تيارى نيسي.

د امريكا د متحدو ايالتونو هوايي ځواكونه چې په عراق كې د داعش د ډلې په وړاندې هوايي عمليات ترسره كوي پر سوريې باندې هم د بريد تيارى نيسي.

105302

امريكايي الوتكو د سوريې د خاورې پر سر كشفې الوتنې پيل كړي دي. دا پداسې حال كې ده چې د سوريې چارواكو خبردارى وركړ چې امريكايي ځواكونه دوى ته د خبر وركولو پرته عمليان نشي ترسره كولى.
امريكايي خبري رسنيو څرګنده كړه چې سپينه ماڼۍ په پام كې لري چې د تركيې، اردن، سعودي عربستان او نورو متفقينو سره په ګډه د داعش په وړاندې ګډ ايتلاف جوړ كړي.
ددې لپاره د امريكا بې پيلوټه استخباراتي الوتكې د سوريې په هوايي حريم كې د اړوندو معلوماتو په ټولو بوختې دي. امريكايي چارواكو څرګنده كړه چې په سوريه كې د امريكايي ځواكونو د عملياتو په صورت كې به د بشار اسد ادارې ته معلومات ورنكړي. دا پداسې حال كې ده چې د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزير وليد معلم وويل چې د دوى د خبر پرته د عملياتو په صورت به د هېواد دفاعي سيستم په فعاليت پيل وكړي.
د بله پلوه د حلب په ښار كې د مخالفينو لخوا په يو بريد كې د داعش د ډلې ۴۵ تنه وژل شوي او ۳ تنه يې نيول شوي دي.
همداراز د بشار اسد د ځواكونو او مخالفينو ترمېنځ په نښتو كې ۷۱ تنه نور هم وژل شوي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه