په غزې د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ

اسراییلو په غزې یو ځل بیا بریدونه پیل کړل

96745
په غزې د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ

اسراییلو په غزې یو ځل بیا بریدونه پیل کړل. د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو تیره ورځ د غزې نه په اسراییلو د راکټي بریدونو د ترسره کیدو د ادعا نه وروسته په غزې د بریدونو امر وکړ.
تیره ورځ د دواړو لخوا ۲۴ ساعته اوربند شوی وو چې د اسراییلو لخوا مات شو او په غزې له سره بریدونه پيل کړل. په غزې د اسراییلو په وروستیو بریدونو کې د یوې کورنۍ ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ. همداشان پدې وروستیو بریدونو کې یو ځل بیا ډيری ماشومان وژل شوي دي.
په پرونیو بریدونو کې د یوې میندوارې ښځې په ګډو درې تنو ښځو او درې تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی . په غزه کې د اوربند نه وروسته د اسراییلو په تازه بریدونو کې د مړو شمیره ۹ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۶۱ تنو ته لوړه شوه .
پداسې حال کې چې د اسراییلو او فلسطین مرکچیانو د دوامداره اوربند په خاطر په قاهره کې مذاکراتو ته دوام ورکولو تیر ماښام اسراییلو د غزې لخوا پرې د راکټي بریدونو د ترسره کیدو په ادعا په غزې یو ځل بیا بریدونه پیل کړل.
همداشان اسراییلو خپل مرکچیان هیواد ته وغوښتل او د فلسطین مرکچیان هم پرته د کومې پایلو هیواد ته ستانه شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه