داعش ډلې د عراق په شمال کې د مسیحیانو تر ټولو لوی ښار ونیو

82467
داعش  ډلې د عراق په شمال کې د مسیحیانو تر ټولو لوی ښار ونیو

په عراق کې داعش ډلې د قرقوش ښار چې ډیری پکې مسیحیان میشت دي ونیو.
د یادولو وړ ده چې داعش ډلې د عراق په شمال کې د کوردي ملیشو سره د شاوخوا ۲۴ ساعته جګړې نه وروسته د قرقوس ښار ونیو.
داعش هله د قرقوش ښار ونیو چې کوردي ملیشه ځواکونه په شا تګ ته مجبور شول.
د داعش لخوا د نوموړي ښار د نیولو نه وروسته په زرګونو تنه د ښار اوسیدونکي په ویره او ډار سره د ښار نه د وتو په حال کې دي. ویل کیږي د ښار په لسګونو زره تنو د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي ادارې تر کنټرول لاندې ښارونو ته مخه کړې ده .
ویل کیږي د داعش ډله د کوردانو د فدرالي ادارې مرکز یا زړه اربیل ښار ۴۵ کیلومترۍ ته رسیدلي دي .
د قرقوش ښار د چا خبره د خلکو خالي شوی دی . داعش ډلې چې یو لنډه موده وړاندې د سینجار ښار ونیول ادعا شوې ده چې پدې ښار کې ۵۰۰ تنه یزیدي کوردان وژلي او ۵۰۰ تنه ښځې ورته اسیرې نیولي دي .
دا ادعا د عراق په پارلمان کې د یزیدي کوردانو استازې دینا داخیل پداسې حال کې وکړه چې د سترګو نه يي اوښکې روانې وې . نوموړې وویل چې ۵۰ زره تنه یزیدي کوردان د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي او نوموړې د عراق د مرکزي حکومت او کوردانو د فدرالي ادارې نه د مرستې غوښتنه وکړه .
قرقوش ښار د عراق په شمال کې د موصل او اربیل ترمنځه پروت دی چې ډیری وګړي مسیحیان دي .
د بله پلوه د عراق مرکزي حکومت هم د داعش د پرمختګ د مخنیوي په خاطر د کوردي ملیشو سره همکاري اعلان کړې ده .
د عراق مرکزي حکومت د هوا له لارې د کوردي ملیشو نه ملاتړ کوي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه