اردن د امنیت شورا ته په غزه کې د دوامداره اوربند په خاطر طرحه و

د ملګروملتونو د امنیت شورا موقتي غړي هیواد اردن په غزې د اسراییلو د بریدونو اړوند یوه طرحه د امنیت شورا ته وړاندې کړه.

81015
اردن د  امنیت شورا ته په غزه کې د دوامداره اوربند په خاطر طرحه و

اردن د ملګروملتونو امنیت شورا ته په غزه کې د دوامداره اوربند په خاطر طرحه وړاندې کړه .
د ملګروملتونو د امنیت شورا موقتي غړي هیواد اردن په غزې د اسراییلو د بریدونو اړوند یوه طرحه د امنیت شورا ته وړاندې کړه.
په ملګروملتونو کې د اردن دایمي استاري ویلي دي چې په طرحه کې د غزې د بیاجوړونې لپاره په نړۍوالې ټولنې د هلو ځلو د ترسره کولو سربیره د حماس او اسراییلو ترمنځه د تل پاتي اوربند مسلې ته هم ځای ورکړ شوی دی .
اردن چې د عربي هیوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړی دی په طرحه کې په غزه کې د ملګروملتونو په ښوونځي د اسراییلو د بریدونو په اړه د څیړونو د پيلولو او په غزه د روانې محاصرې د لرې کولو غږ هم کړی دی .
په ملګروملتونو کې د اردن دایمي استازي دینا کوار د طرحې په اړه وویل چې په غزه کې د تل پاتي اوربند د ټینګیدو د مسلې په اړه ډیر هیله مند یو او د مسلې اړوند د امنیت د شورا د غړیو سره د تماس او استشارې په حال کې یو او د څو ورځو په دننه کې به پایلې ترلاسه کړو.
په پام کې ده چې د امنیت شورا نن د اردن د طرحې په اړه غونډه وکړي خو په غونډه کې د امریکا دریځ تر ټولو حیاتي ارزښت لري.
د ملګروملتونو د امنیت د شورا ۱۵ غړي په غزې د اسراییلو د بریدونو په اړه په اسراییلو د فشار راوستو په مسله کې د کومې طرحې په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي او یواځې په سیمه کې د اوربند په مسلي سره په تفاهم رسیدلي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه