په غزې د اسراییلو په بریدونو کې ۱۹۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

اسراییلو په غزې د شاوخوا یوې میاشتې په ترڅ کې د ترسره کړو بریدونو سره د خپلې بې رحمۍ نښې او نښانې تر شا پریښودې.

81132
په غزې د اسراییلو په بریدونو کې ۱۹۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

اسراییلو په غزې د شاوخوا یوې میاشتې په ترڅ کې د ترسره کړو بریدونو سره د خپلې بې رحمۍ نښې او نښانې تر شا پریښودې.
دا څرګندونې د سور صلیب د نړۍوالې کمیټې ریس پیتر موریر تیره ورځ په غزه کې وکړې.
د سور صلیب عمومي مشر موریر تیره ورځ د غزې د شفا په روغتون کې خبرې غونډې ته وویل چې سور صلیب یواځې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله د رامنځته شوو ستونزو د حل نه بلکې د ټپیانو او ناروغو کسانو د کورنیو سره مرستو ته هم تیاری نیسي . سور صلیب به د غزې د خلکو سره د مرستو په برخه کې کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې غزه په یوې خرابې بدله شوې ده . نوموړي وویل چې ما د غزې نه لیدنه وکړه او زما د لیدنې موخه د غزې روانې ستونزې او مشکلاتو نورو ته د رسولو پر ځای پخپله د غزې د خلکو، ټپیانو، ناروغانو او روغتونونو سره مرسته کول دي . زه دلته د غزې د روغتونونو سره مرستې ته راغلی یم.
د یادولو وړ ده چې پرون په غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځه ۷۲ ساعته اوربند وشو چې د پرون سهار په اتو بجو پيل شوی دی .
اسراییلي ځواکونو د جولای په ۷ مه نیټه په غزې عملیات او بریدونه پيل کړل چې پدې موده کې شاوخوا ۱۹۰۰ تنه ووژل. په وژل شوو کسانو کې ۴۲۶ تنه ماشومان او ۲۴۶ تنه ښځې او ۷۹ تنه هم محسن انسانان دي.
پدې عملیاتو کې ۹۵۶۳ تنه ټپیان شوي دي چې ۲۶۷۷ تنه يي ماشومان، ۱۸۵۳ تنه يی ښځې او ۳۷۴ تنه يي محسن کسان دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه