په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځه ۷۲ ساعته اوربند ومنل شو.

د ویلو ده چې اوربند د سهار د اتو بجو نه پيل او ۷۲ ساعته به دوام وکړي.

79701
په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځه ۷۲ ساعته اوربند ومنل شو.

په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځه ۷۲ ساعته اوربند ومنل شو.
د ویلو ده چې اوربند د سهار د اتو بجو نه پيل او ۷۲ ساعته به دوام وکړي.
د بله پلوه د مصر په پلازمینه قاهره کې د اوربند په اړه خبرې اترې دوام لري . په نوموړو خبرو اترو کې د اسراییلو استازو ګډون ندی کړی . په غزه کې د حماس او اسلامي جهاد استازو د اسراییلو سره د ۷۲ ساعته اوربند په اړه د تفاهم رسیدو نه خبر ورکړ.
د حماس ویاند فوزي برهوم په خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ۷۲ ساعته اوربند د منلو په اړه يي مصر ته په رسمي ډول سره خبر ورکړی دی .
د بله پلوه د اسراییلو دولتي راډیو د صدارات د سرچینو د خبر له مخې ویلي دي چې د نوموړي اوربند وړاندیز د وزایرانو شورا سیاسي او امنیتي کمیټۍ غړیو ته وړاندې شو چې د هغوې لخوا هم ومنل شو.
د بله پلوه د اسراییلو اردو ویلي دي چې د اوربند د پیلیدو سره به د غزې نه د خپلو ځواکونو په ویستو پيل وکړي.
مصر په غزه کې د دوامداره اوربند د ټینګولو په خاطر دواړو خواوو ته قاهرې ته بلنه ورکړې ده .
همداشان د اسراییلو د اردو ویاند په غزه کې د ټولو تونلونو د لمنځه وړو نه خبر ورکړی دی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي هم په یوې خبرپاڼه کې په غزه کې د ۷۲ ساعته اوربند نه ملاتړ اعلان کړی دی او ویلي دي چې دواړو خواوې باید اوربند ته درناوی وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار مرستیال د امریکا د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې د نوموړي اوربند نه د یو فرصت په توګه یادونه کړې ده او ملاتړ يي ترې ښودلی دی .
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د اسراییلو سره د ۲۲۵ میلیونو ډالرو بیړیو مرستو وړاندیز قبول او د ولسمشر بارک اوباما د لاسلیکیدو نه وروسته رسمآ اسراییلو ته وسپارل شوه .
اسراییلو حکومت به ددې مرستې نه د خپل دفاعي سیستم د قوي کولو په برخه کې کار واخلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه