په پلازمینه بغداد کې چاودنو ۱۹ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شول

د بغداد د امنیتي سرچینو د خبر له مخې په پلازمینه بغداد کې د المنصور په سیمه کې د سړک د غاړې یو ماین د چاودنې په پایله کې ۱۵ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.

77833
په پلازمینه بغداد کې چاودنو ۱۹ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شول

د عراق په پلازمینه بغداد کې چاودنو ۱۹ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان کړل.
د بغداد د امنیتي سرچینو د خبر له مخې په پلازمینه بغداد کې د المنصور په سیمه کې د سړک د غاړې یو ماین د چاودنې په پایله کې ۱۵ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.
همداشان د بغداد د یرموک په سیمه کې په یو بل بمي برید کې ۴ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.
په عراق کې چې د یوې اوږدې مودې راهیسې پکې د واک تشه شتون لري امنیتي حالات تر وروستۍ درجې خراب شوي دي .
په نوموړي هیواد کې د هره ورځ په چاودنو او بریدونو کې په لسګونو تنه ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکوي.
ملګروملتونو تیره ورځ په عراق کې په روانو نښتو او چاودنو کې د مرګ ژوبلې اړوند راپور خپور کړ. په راپور کې راغلي دي چې په عراق کې یواځې د جولای په میاشت کې په چاودنو او بریدونو کې ۱۷۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ۱۲۰۰ تنه يي ملکي وګړي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه