داعش په عراق کې پرمختګ ته دوام ورکوي

په عراق کې د داعش – مرکزي حکومت او کوردي ملیشو ترمنځه سختې نښتې دوام لري.

77918
داعش په عراق کې پرمختګ ته دوام ورکوي

په عراق کې د داعش – مرکزي حکومت او کوردي ملیشو ترمنځه سختې نښتې دوام لري.
داعش د عراق د موصل په ښار کې د کوردي ملیشو سره په نښتو کې د زومار سیمه چې د کوردي ملیشو تر کنټرول لاندې وه نیولې ده او په خلکو يي د شاوخوا سیمو د تخلیه کولو غږ کړی دی .
آټکل شوی دی چې داعش د سوریې په لورې پرمختګ ته دوام ورکړي.
د داعش ډلې چې د سوریې د دیروزور په سیمه کې په نښتو کې د پام وړ ځاني ضایعات ورکړي دي په پلان کې لري چې سیمې ته د تازه دمو ځواکونو د استولو په خاطر د عراق او سوریې ترمنځه یو دهلیز جوړ کړي.
د بله پلوه کوردي ملیشو هم سیمې ته تازه دمې ځواکونه استولي دي . په پرونیو نښتو کې داعش ۱۴ تنه کوردي ملیشه سرتیري ووژل.
ددې پرمختګ نه وروسته د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي حکومت بیړنۍ غونډه وکړه او په داعش يي د برید کولو امر ورکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه