په غزه کې د مړو شمیره د ۱۶۵۰ تنو نه واوښته

په غزې د مځکې ، هوا او سمندر نه بمبارۍ دوام لري.

77141
په غزه کې د مړو شمیره  د ۱۶۵۰ تنو نه  واوښته

په غزې د مځکې ، هوا او سمندر نه بمبارۍ دوام لري.
اسراییلي ځواکونو په غزه کې د یو تن اسراییلي سرتیري د لا درکه کیدو او دوو تنو د وژل کیدو نه وروسته په غزې د بریدونو کچه لا لوړه کړې ده .
اسراییلي ځواکونو یواځې د رفاح په ښار د پرون راهیسې په روانو بمباریو کې ۱۰۷ تنه فلسطینیان وژلي دي.
د رفاح ښار د وینو په جهیل بدل شوی دی . په وژل شوو کسانو کې ۱۵ تنه د یوې کورنۍ دي. د وژل شوو کسانو ډیری ماشومان دي.
اسراییلي ټانکونو په اسلامي پوهنتون او جوماتونو هم بریدونه وکړل. پوهنتون او جوماتونه د مځکې سره اوار شوي دي.
د غزې د خان یونس په ښار کې ۴ تنه فلسطینیان وژل شوي دي .
د رفاح د ښار تر څنګ یو تن ځانمرګي برید کوونکي په اسراییلي سرتیرو برید وکړ چې له امله يي دوه تنه اسراییلي سرتیري مړه او یو تن بل لا درکه شوی دی .
اسراییلو د غزې په روانو عملیاتو کې ۶۳ تنه سرتیري د لاسه ورکړي دي . همداشان یو تن اسراییلي افسر لا درکه دی او اسراییل ادعا کوي چې د حماس لخوا تښتول شوی دی . د بله پلوه حماس ډلې ویلي دي چې اسراییلي افسر ددوی سره نشته او کیدای شي چې په چاودنه کې وژل شوی وي.
د ویلو ده چې تر اوسه پورې هیڅ کومې فلسطیني ډلې د اسراییلي افسر د تښتولو مسولیت په غاړه ندی اخیستی.
د بله پلوه ملګري ملتونه او امریکا وايي چې اسراییلي افسر باید پرته د کوم قید او شرطه هر څه ژر خوشې کړی شي.
امریکايي ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي دي که چیرې اسراییلي افسر خوشې نشي اسراییل به په غزې د بریدونو کچه لا لوړه کړي.
د دې ټولو روانو ستونزو سره سره مصر د تل پاتې سولې په خاطر د قاهرې په غونډې ټینګار کوي .
د مصر ولسمشر السیسي ویلي دي چې د قاهرې غونډه د سولې لپاره یو ښه چانس دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه