سوري مخالفینو د اسد د ۵۰ تنو پلوي سرتیرو د وژلو ادعا کړې

په سوریه کې مخالفینو د اسد ځواکونو ته په یو کمین کې د درندو ځاني زیان د اړولو نه خبر ورکړی دی .

71499
سوري مخالفینو د اسد د ۵۰ تنو پلوي سرتیرو د وژلو ادعا کړې

په سوریه کې مخالفینو د اسد ځواکونو ته په یو کمین کې د درندو ځاني زیان د اړولو نه خبر ورکړی دی .
د ازادې سوریې اردو ویلي دي چې د پلازمینې دمشق په شمالي برخه کې د قلعه مون په سیمه کې د اسد ځواکونو باندې بریدونه کړي دي .
د ازادې سوریې اردو ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه درې تنه لوړپوړي افسران او ۵۰ تنه سرتیري وژلي دي . په برید کې د نوموړو درې بسونه هم په کامله توګه له منځه وړل شوي دي .
د یادولو وړ ده چې د دمشق ادارې د نوموړې برید په اړه څه ندي ویلي.
دا پدې وروستیو کې د اسد په ځواکونو تر لوی برید دی.
په سوریه کې قابو څلورو کلونو راهیسې کورنۍ جګړه دوام لري. په نوموړي هیواد کې په روانه کورنۍ جګړه کې ۲۰۰ زرو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو زره تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان د جګړې له امله په میلیونونو تنه سوري وګړي ګاونډیو هیوادونو ته ګډه شوي او په کمپونو کې د کډوالې شپې او ورځې تیروي.
د سوریې ولسمشر بشار اسد یو لنډه موده وړاندې یو ځل بیا د ۷ کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه