په عراق کې د زندانیانو د موټرو په کتار په برید کې ۶۰ تنه ووژل شو

69117
په عراق کې د زندانیانو د موټرو په کتار په برید کې ۶۰ تنه ووژل شو

د عراق په پلازمینه بغداد کې د زندانیانو د موټرو په کتار د برید له امله ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د بغداد د امنیتي سرچینو د خبر له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د بغداد په شمال کې وسله والو کسانو د زندانیانو د انتقال د موټر په کتار برید وکړ چې وروسته نښته پیل شوه . په برید او نښته کې ۵۲ تنو زندانیانو او ۸ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
پیښه د عراق د تاجي په ښار کې د اردو د یوې هډې تر څنګ رامنځته شوه.
د عراق پولیسو یو شمیر زندانیان چې د ترهګرۍ په تور تورن ول او د زندان نه د تیښې د اقدام نه وروسته بل زندان ته استول کیدل په لاره کې پرې برید وشو.
ویل کیږي لومړی د زندانیانو د انتقال د موټرو په کتار چاودنه وشوه او وروسته نښته پیل شوه . په برید او نښته کې ۵۲ تنو زندانیانو ژوند د لاسه ورکړ. په پیښه کې ۸ تنه امنیتي سرتیري هم ووژل شول.
په پيښه کې ۸ تنه سرتیري او ۷ تنه زندانیان ټپیان شوي دي . د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی .
پیښه د بغداد شمال لورې ته په شل کیلومترۍ کې د تاجي په ښار کې رامنځته شوه.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه