مصر کې په پرونیو مظاهرو کې دوه تنه ووژل شول

117234
مصر کې په پرونیو مظاهرو کې دوه تنه ووژل شول

په مصر کې په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ترسره شوي کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله په جوړولو شوو مظاهرو کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د مصر پولیسو په مظاهره کوونکو د سختې مداخلې له امله یوې پیغلې انجلۍ ژوند د لاسه ورکړ.
په مصر کې د دیموکراسۍ پلویانو د جولای دریمه په محمد مرسي د ترسره شوې کودتا د لومړۍ کلیزې له امله په ټول هیواد کې پراخه مظاهرې وکړې. د ویلو ده چې په اسکندریه ښار کې پولیسو په مظاهره کوونکو مخامخ ډزې کړي چې له امله يي د حیبا جمال عبدالحلیم په نامه یوې ۱۸ کلنې پیغلې ژوند د لاسه ورکړ.
د کودتا رد او د مشروعیت نه د ملاتړ د ملي اتفاق غورځنګ د سرچنې د خبر له مخې نوموړې ۱۸ کلنه پيغله د اسکندریه د الرامال په سیمه کې د پولیسو په مخامخو ډزو کې ژوند د لاسه ورکړ.
ویل کیږي نوموړې ۱۸ کلنه پيغله په سینه او غړۍ کې په دوو مرمیو لګیدلې وه چې وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه.
همداشان په قاهره کې هم په مظاهره کوونکو د مخامخو ډزو له امله یو تن ۲۱ کلن ځوان ژوند د لاسه ورکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پولیسو د قاهرې د الحرام په سیمه کې په لاریون کوونکو ډزې وکړې چې له امله يي یو تن تن او یو زیات شمیر نور ټپیان شول.
د بله پلوه د مصر د کورنیو چارو وزارت د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې په مظاهرو کې د اخوان المسلمین د ۳۹ تنو غړیو په ګډون د ۱۹۶ تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه