په مصر کې د کودتا د لومړۍ کلیزې له امله پراخه مظاهرې

په مصر کې د دیموکراسۍ پلویان په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ترسره شوي عسکري کودتا د لومړۍ کلیزې له امله لارو او کوڅو ته راوتلي او په ټول په مظاهرو لاس پورې کړی دی .

116579

نن د مصر په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ترسره کودتا د لومړۍ کلیزې له امله د مصر په ډیری ولایتونو کې لویې لویې مظاهرې جوړې شوي دي .
ویل کیږي په قاهره، البخاریه، داخلیه، اسماعلیه، مینا او اسیوت په ښارونو کې د د سهار د وختي ساعتونو نه په اعتبار سره په لاریونو پيل وشو.
مظاهره کوونکو چې د محمد مرسي د خوشې کولو او هغه ته د دندې د اعادې غوښتنه کوله د ولسمشر عبدالفتاح السیسي ، اردو او پولیسو پر خلاف يي شعارونه ورکول.
د ویلو ده چې د کودتا رد او د مشروعیت نه د ملاتړ ملي اتفاق غورځنګ د دیني او سیاسي مشرانو په ملاتړ د کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله په خلکو په مظاهرو کې د پراخه ګډون غږ کړی وو.

پيوندونه:

اړوند خبرونه