د اسراییلو لومړي وزیر د وژل شوو ۳ تنو اسرایلیانو د غچ اخیستو ګوا

د اسراییلو جنګي الوتکو په غزې هوايي بریدونه وکړل.

112436
د اسراییلو لومړي وزیر د وژل شوو ۳ تنو اسرایلیانو د غچ اخیستو ګوا

د اسراییلو جنګي الوتکو په غزې هوايي بریدونه وکړل.
د اسراییلو جنګي الوتکو په غزه کې په ۳۴ نقطو هوايي بریدونه ترسره کړل. د بله پلوه د هغه درې تنو اسراییلي ځوانانو مړي وموندل شول چې یو څه موده وړاندې لویدیځه تراړه کې لا درکه شوي ول.
د اسراییلو حکومت د نوموړو درو تنو لا درکه شوو اسراییلي ځوانانو د موندولو په موخه اردو ته پراخه د عملیاتو صلاحیت ورکړی وو. د اسراییلي ځواکونو د نوموړو دریو تنو ځوانانو د موندولو په موخه پراخه عملیات پيل کړي وو.
د بله پلوه اسراییلو بیا اعلان کړی دی چې روان عملیات د اسراییلي ځوانانو د مړو د موندولو سره کوم تړاو نلري.
همداشان د نوموړ درېو تنو اسراییلي ځوانانو د مړو د موندل کیدو نه وروسته د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو په مشرۍ د وزیرانو شورا بیړنۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د نوموړو درې تنو اسرایلیانو د مړیني پړه په حماس واچوله او وویل چې دا درې تنه د حماس لخوا وژل شوي دي او حماس باید ددې خبرې ځواب ورکړي. نتنیاهو د غچ اخیستو ګواښ وکړ.
د اسراییلو د وزیرانو شورا په بیړنۍ غونډه کې کومه پریکړې نده کړې خو ویل کیږي چې نن به دیته ورته غونډې دوام وکړي.
سره ددې چې په غونډه کې کومه پریکړه ونشوه خو د اسراییلو جنګي الوتکو د غونډې نه څو ساعته وروسته په غزې هوايي بریدونه پيل کړل.
د اسراییلو جنګي الوتکو په غزه کې ۳۴ نقطې د هوايي برید لاندې ونیولې.
د اسراییلو اردو ویلي دي چې د تیرې یکشنبې د ورځې راهیسې د فلسطین له لورې پرې ۱۸ راکټي بریدونه شوي دي چې دا هوايي عملیات د راکټي بریدونه ځواب دی.
د فلسطین لوری په پام کې لري چې نن د ولسمشر محمود عباس په مشرۍ غونډه وکړي او دا مسله د غور لاندې ونیسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه